زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-05-10  |  2024-11-12  |  تازه شوی په: 2024/11/12 - 03:55:1 FA | AR | PS | EN
د پاکستان استخباراتي کامران خان او د هغه پلار د ترهګرو په لیست کې شامل کړل             افغانستان او بنګله‌دېش نن وروستۍ سیالي کوي             افغانستان او ایران ګډ هنري ، کلتوري نندارتون جوړوی             ايران د ډونالډټرمپ د وژنې په دسيسه کې لاس نه در لود             جوبايډن او ډونالډټرمپ راتلونکې چهارشنبه سپينه ماڼۍ کې یوبل سره ګوری             هند کابل ته د خپل پلاوي د سفر هدفونه اعلان کړل             د طالبانو مشر له دفاع، کورنیو وزارتونو او استخباراتو د وسلو کنټرول واخیست             د سوداګریزو بندرونو عصري کول او پراختیا مو کاري لومړیتوب دی             د طالبانو حکومت د کوکنارو د کښت په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ             افغانستان په ۹۲ منډو بنګله دېش ته ماته ورکړه             د هند ځانګړي استازي په لومړي ځل د طالبانو له دفاع وزیر سره ولیدل             نن افغانستان او بنګله‌دېش د درې يو ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه کوي             د طالبانو لاس‌وهنې د بشري مرستو د رسولو چاره له ننګونو سره مخامخ کړې             چین خپله پټه جنګي الوتکه نندارې ته وړاندې کوي             د ملګروملتونو يو استازي د روغتيايي مرکزونو د جوړېدو وعده کړي            

تاريخ النشر: 2024/11/08 - 04:59:5
زيارة: 212
مشاركة مع الـأصدقاء

د سوداګریزو بندرونو عصري کول او پراختیا مو کاري لومړیتوب دی
 د سوداګریزو بندرونو عصري کول او پراختیا مو کاري لومړیتوب دی

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په ایکس پاڼه کې لیکلي، چي د طالبانو حکومت د سوداګرۍ  د ودې  لپاره د سوداګریزو بندرونو عصري کول او د بېخبناوو پراختیا په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ په هېواد کې د صادراتو د پراختیا او له سیمې او نړۍ  سره د اقتصادي اړیکو د ټینګښت لپاره اړتیاده، چې سوداګریز او ټرانزیټې بندرونه په نړیوالو معیارونو برابر شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده هم  ويلي، چې د هېواد د بندرونو معیاري کولو او د خدمتونو چټکوالي لپاره پرسوداګریزو بندرونو کارونه روان دي او هڅه کوو، چې د لېږد رالېږد - صدراتو او وارداتو د چټکتیا او پراختیا لپاره نور هم اساسي او بنسټز بدلونونه رامنځته کړو.

د خصوصي سکټور غړي هم وايي، چې د هېواد په بندرو کې اوس هم د اقتصادي فعالیتونو او صادراتو په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوۍ  زیاتوي؛ د هېواد په سرحدي سوداګریزو بندرونو کې تخنیکي، مسلکي او بېخبنايي ستونزې شته، چې دې چارې د هېواد د اقتصادي حرکت پر وړاندې ستونزې رامنځته کړي.

دوۍ  له اړوند ادارو څخه غوښتنه کوي، چې د دې ستونزو د حل لپاره چټکې هڅې وکړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې مرستیال میرویس حاجي زاده وایي: د هېواد په ګمرکونو کې د مالوالو ځنډیدا او د یوه سړک کارول سوداګریزې چارې له ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړی هیله من شوی، چې د دې ستونزو چټک حل ته باید پام راواړول شي.

ویل کیږي، چې د هېواد د سوداګریز بندرونو د معیاري کولو لپاره په تېرو څلورو لسیزو کې د اړتیا وړ کار ندی شوی.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34281






*
*

*



قرأ

د بیټ‌‌‌‌‌‌‌کاین د مجازي پیسو ارزښت له ۸۲زره ډالرو څخه واوښت


د پغمان په اورپېښه کې د مرګ ژوبلو ترڅنګ د یو میلیون ډالرو زیان اوښتی


د طالبانوحکومت له قزاقستان سره د همکاریو د لار نقشه لاسلیک کړه


ترکمنستان له افغانستان سره د ګازو د نللیکې پر جوړولو کار کوي


قزاقستان په ټاپي پروژه کې ګډون ته لېوالتیا ښکاره کړه


له ۲۰۲۵ کال څخه به چین ته د افغانستان پر صادراتو ګمرکي مالیه معاف شي


د افغانستان پر فضا نړیوالې الوتنې زیاتې شوي


افغانستان کولی شي منځنۍ آسیا ته د پاکستان د ټرانزیټ لار وتړي


د تاجکستان د برښنا ۸۰ سلنه صادرات افغانستان ته کېږي


د افغانۍ ارزښت درې سلنه لوړ شوی دی


پاکستان ته له افغانستان څخه د صادراتو ۱۰ فیصده کموالی


د ټاپي نللیکې د جوړېدو چارې نن رسماً پیلېږي


تېر کال مو تر دوه میلیارد افغانیو ډېر عواید راټول کړي


د طالبانو او ترکمنستان ترمنځ د دوه تړونونه لاسلیک


د ارزښت او ثبات له مخې افغانۍ د نړۍ په کچه درېیم ځای خپل کړی


پر ریللارو او ټاپي د خبرو لپاره د طالبانو پلاوی ترکمنستان ته تللی


ایران پاکستان ته د ۱۸ میلیارد ډالره جریمې خبرداری ورکړ


له افغانستان سره د پاکستان سوداګري ۹۵٪ کمه شوې


کندهار څخه د ۱۲ زره ټنه وچې مېوې صادریدل


د ټاپي پروژې د عملي چارو پر پیل خبرې اترې


د ننګرهار کانال د تولیداتو د پلور مرکز کابل کې پرانیستل شو


افغانستان د سیمې هېوادونو سره لس میلیارده ډالرو پر ارزښت راکړه ورکړه لري


۷ میلیارد ډالره بشري مرسته په ۳ کلونو کې افغانستان سره


نړیوال بانک د افغانستان لپاره نوی ريیس وګوماره


دوه سوه زره افغانانو ته تېر کی د کار زمینه برابره شوې ده





ټوپونه
د بحثونو څخه ډکه

د سایټ ګرځنده نسخه

ansarpress.com/m




د انصار خبري اژانس ©  |  زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  د سایټ ګرځنده نسخه  | 
د دې سایټ مینځپانګې کارول د سرچینې (سایټ لینک) په یادولو سره اجازه لري. فروشگاه اینترنتی نعلبندان